په کابل کې یو څارنوال ووژل شو

لویه څارنوالي وایي چې د وسله والو کسانو له لورې د کابل ښار په پینځمه امنیتي حوزه کې یو نظامي څارنوال وژل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې وسله والو کسانو نن سهار(لیندۍ ۱۶) د کابل ولایت د نظامې څارنوالۍ ریاست څارنوال «پامیر فیضان» دندې ته د تګ پر مهال د «ده عربانو» په سیمه کې وژلی دی.

لویې څارنوالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغه څارنوال وژنه تایید کړي ده.

لویه څارنوالي وایي چې دا ډول دښمنانه کړنې به د عدالت د ټینګښت او قانون د حاکمیت په لار کې  د دې ادارې په اراده ولاړ او مقدس رسالت سرته رسولو ته کوچنی زیان هم ونه رسوي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

په کابل کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو وژنې بې سابقې نه دي؛شپږ میاشتې وړاندې هم د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر باندې د وسله وال برید په پایله کې ددغه ادارې پینځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *