کابل کې د نظامي څارنوال د وژنې په په تړاو درې تنه نیول شوي دي
دولسمشر لومړی مرستیال وایې کابل ښار کې درې تنه د نظامي څارنوال د وژنې په تور نیول شوي دي .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، وسله والو کسانو تیره ورځ د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په «ده عربان» سیمه کې د نظامي څارونوالۍ څارنوال «پامیر» و وژه .
امرالله صالح د نن ورځې (د لیندۍ ۱۷ ) د شپږ نیمې بجو له ناستې څخه وروسته څرګنده کړه ، د کابل پولیسو د دې وژنې په تړاو درې تنه نیولي دي.
د نوموړي په خبره، عیني شاهدان وایې، په نیول شو کسانو کې یو تن له هغه کس سره ورته والی لري، چې دوې په نښه کړی و او له کو ر څخه یې وسله او د وژنې وسایل هم ترلاسه شوي دي .
صالح څرګنده کړې ده، چې یوه اونۍ وروسته به له څارنوالانو ، ملي امنیت او پولیسو سره مخامخ د څارنوالانو او د څارنوالیو د خوندي ساتلو له په موخه تدابیر ونیول شي .
د سرچینې د معلوماتو له مخې ملي امینت د حقاني شبکې یو غړی، چې په خوست کې د دولتي کارمندانو د وژنو مسولیت یې درلود اوکابل ته د خپلې موخې د ترلاسه کولو له پاره راغلی وو نیولی دی .
نوموړي زیاته کړه: « نیول شوی تن نصرالدین نوموېږي او د هغې وسله والې ډلې غړی دی، چې د دوحې له تړون وروسته یې دنده درلوده، چې د دولتي کارکونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي دغه جنایتکاره ډله اوس مهال د نابودۍ په حال کې ده.»
د ولسشمر لومړي مرستیال تاکید کړی چې د رضاکارانو یوالی شته او تیره ورځ په فعالیت پیل کړی چې نودې راتلوونکې کې به په کلیو او ساحو کې به د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالانو، د جنایې تحقیقاتو د ریاست او د ښاروالۍ څخه د ملاتړ د فعالیتونو ویډو ګانې به له خلکو سره شریکې.