په غزني کې موټر بم برید؛۲۵ تنه وژلي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي

تعقیبي؛ د غزني سیمه اییز چارواکي وایي چې د محافظت عامه کنډک ته نږدي د ترسره شوې موټر بم برید څخه د ۲۵ تنو وژل کېدل او ۱۶ تنو ټپیان کېدل راپور شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن(لیندۍ ۹) د سهار د ۷:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې یوه بریدګر  د غزني ښار په دریمه امنیتي حوزه کې محافظت عامه کنډک ته څیرمه د چاودیدونکو توکو څخه ډک هاموي ټانک ته چاودنه ورکړې ده.

د غزني د ولایتي شورا رییس،نصیر احمد فقیري د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل چې له تازه شمېرو څخه مالومیږي چې په دغه برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،په پیښه کې وژل شوي او ټپیان شوي کسان نظامي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم برید تایید کړی؛مګر د تلفاتو او زیانونو په اړه یې زیات جزییات وړاندې کړي نه دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

نور جزییات…

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *