ننګرهار کې درې زره میرمنې د غالیو په اوبدل بوختې دي

د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست وایي، چې په دې ولایت کې یې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام له لارې په جلال اباد ښار او پنځو ولسوالیو کې یې شاوخوا درې زره میرمنو ته د غالیو اوبدلو له لارې د کار زمینه برابره کړې ده .

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس امان الله میاخیل خاورمیانه خبري اژانس ته ویلي ، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې نږدې زر د غالیو اوبدلو دستګاوې او نورو وسایل پر هغو کورنیو ویشلي، چې له پاکستانه راستانه شوي او د غالیو اوبدلو په برخه کې یې مهارت درلود.

د نوموړي په خبره د یو کال په موده کې د غه کورنیو شاوخوا ۴ زره او پنځه سوه متره مربع غالۍ اوبدلي چې له لارې یوولس میلونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

میاخیل زیاته کړه ډیرو هغو میرمنو د غالیو اوبدلو صنعت له لارې خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کړی، چې له دې وړاندې له اقتصادي ستونزو کړیدې.

«هغه میرمنې چې پخوا یې کورنی اقتصاد ښه نه و، له همدې لارې ورځنی عاید ترلاسه کوي چې د ژوند چارې یې ښې پرې روانې دي.»

خدیجه، چې یو کال کیږي له پاکستان راستانه شوې او اوسمهال په کور دننه د قالین اوبدلو په برخه کې په کار بوخته ده، له حکومت غوښتنه کوي ،چې د دوی په لاس جوړو شویو تولیداتو ته دې د مناسب بازار په لټه کې شي.

«مونږ قالین اوبدل پاکستان کې زده کړي، کله چې هیواد ته راغلو له ستونزو سره مخ وو، خو د دې دستګاوو په ورکړې سره مو اوس کورنی اقتصادي ستونزې تر ډیره حل شوي.»

بل لور ته د غالیو اوبدونکو د اتحادې غړی شاه زلمي خاورمیانه خبري اژانس ته ويلي ، د دوی قالینې په اروپایي هیوادونو کې ځانګړی نوم لري، خو د امکاناتو د نشتون له امله نشي کولای چې خپلې قالینې دغو بازارنو ته واستوي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي، په ملي او نړیوال کچه غالیو ته د بازار موندنه یواځینی هغه بله لاره ده چې د دې غالیو اوبدونکو اقتصادي وضعیت لا پياوړی کولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *