ننګرهار کې ترافیکي پیښې شپږ تنو ته مرک ژوبله اړولې
د ننګرهار چاوراکي وایې، دغه ترافیکي پیښه د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ،چې له امله یې درې تنه مړه شوي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د ننګرهار د رسنیو دفتر وایې ، د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده صیب سيمې کې د دوو الټو ډولو موټرونو د جنګيدو په پېښه کې د دوو موټر چلوونکو په ګډون درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې ټپیان شوي، چې ټول لويان او نارينه دي.
سرچینه زیاتوي، د پېښې له ځایه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته يو جسد او درې ټپيان لېږدول شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل شوې ده.
همدارنګه کابل کې د کاسټر موټر چپه کېدو له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.
د راپورونو له مخې، د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند په شېر خان کڅ سیمه کې د کاسټر موټر د چپه کېدو له امله ۴ تنه مړه او ۳۶ نور ټپیان دي.
په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې او دوه نارینه او په ټپیانو کې۱۰ ماشومان او ۲۶ تنه د پاخه عمر لرونکی کسان دي ، چې د ټولو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.