د «سیاه ګرد»ولسوالۍ د پولیسو قومندان ووژل شو
د پروان ولایت سیمه اییز چارواکي وایي چې وسله والو کسانو د کاپیسا ولایت په مرکز کې د سیاه ګرد ولسوالۍ د پولیسو قومندان ترور کړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه د کاپیسا ولایت د مرکز په «ګلدان»سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي ده چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د پولیسو قومندان«نورخدا» خپل کور ته روان وو.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ویلي دي چې دغه پیښه د ناڅرګنده وسله والو له لوري ترسره شوي ده.
نوموړی وایي چې بریدګرو د سیاه ګرد ولسوالۍ د پولیسو د قومندان د وژلو وروسته له سیمې تیښته کړې ده.
همدارنګه ځینې معتبرو سرچینو ویلي دي چې په دغه برید کې چې د کاپیسا د مرکز د صیاد ـ ګلدان پر عمومي سړک رامنځته شوی دی د « نور خدا»دوه تنه ساتونکي هم وژل شوي دي.
میرمن شاهکار په دې اړه د څیړنو د پیل کیدو خبر ورکړی دی.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.