ننګرهار کې د داعش دوه غړي نیول شوي
د ننکرهار ولایت مسولین وایې، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښآر کې ملي امنیتي ځواکونو د داعش ډلې دوه مهمم غړي نیولي دي .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والې ډالې مالي او مطبوعاتي مسئولين او دوه غړي نور نيولي دي.
همدرانګه سرچینه زیاتوي، د دې ولايت شېرزادو ولسوالۍ ګدام کلا سيمه کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
سرچینه زیاتوي ، په دې بريد کې بل چاته زيان نه دی اوښتی.
داعش او طالب وسله والو ډلو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.