سالنګ په هماغه ډول د ټیلري موټرونو پرمخ تړلی دی

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وایي چې دغه لویه لار اوس هم د ټیلري موټرونو پر مخ تړلی ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په سالنګونو کې په درې وروستیو ورځو کې د واورې اورښت دوام درلود او نن سهار (لړم۲۵) ودریدلي ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وایي چې واوره د نن سهار وختې ۰۳:۰۰ بجو پورې وریدلي ده او دم ګړۍ هوا بشپړه وریځ او په جنوبي سالنګ کې باد چلیدل حس کیږي.

د سرچینې پر وینا،ممکن په سالنګونو کې د ورځې په جریان کې بادونه لږ زیات شي نو له همدې وجې دغه لویه لار د ټیلري موټرونو پرته د نورو اړونده موټرونو پرمخ پرانیستې ده.

سرچینې ویلي دي چې پر لویه لاره تیریدونکي موټرونه کولای شي د ځنځیر(چین) څخه په ګټې اخیستنې او قوانینو په مراعت کولو سره تګ راتګ وکړي.

همدارنګه د لوې لارې عمومي وضعیت په دې ډول دی:

د لیدلو سیمه: ۵ کیلومتر

په جنوب کې د باد چټکوالی: په یوه ثانیه کې ۶ متره

رطوبت: ۹۵%

د تودوخې درجه: ۱۱- سانتي ګراد.

د سالنګ په شمال کې د واورې ضخامت: ۵۰ سانتي متر

په جنوب کې د واورې ضخامت: ۳۰ سانتي متره

په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت احتمال:۱۰%.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *