په تخار کې خونړۍ او مرګونې نښتې

په تخار ولایت کې د سیمه اییزو سرچینو د مالوماتو پر بنسټ،په بهارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره په نښته کې ددغه ولایت د پولیسو د قومندانۍ د امنیت د امر په ګډون له ۳۰ زیات امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو تیره شپه د بهارک ولسوالۍ د «مسجد سفید»په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو ډله اییز بریدونه ترسره کړي دي.

سیمه اییزې سرچینې وایي چې طالبانو له څو لوریو څخه پر بهارک ولسوالۍ برید ترسره کړی او د امنیتي ځواکونو سره یې خونړۍ جګړه ترسره کړي ده.

دې سرچینو ویلي دي چې د نښتو په جریان کې لږ تر لږه ۲۳ تنو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بله پلوه د تخار د والي ویاند،جواد هجري ددغه نښتو د تاییدولو ترڅنګ ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې د پولیسو د قومندانۍ د امنیت امر «راز محمد دور اندیش»هم شتون لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې د نښتو په جریان کې له ۳۰ تنو زیات طالب جنګیالي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *