ننګرهار کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د ننګرها رولایت چارواکي وایې، د دې ولایت په سره رودو ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۳۱ طالب وسله وال وژل شوي ۴ ټپیان شوي دي.

د ننګرهار دوالي  ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  تیره شپه  د دې ولایت سره رود ولسوالۍ په برینه او ګذک سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ګزمه د وسله والو طالبانو د چک پوینټ او مقاومت سره مخ شوې ، چې په ځوابیه بریدونو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي.

د خوږیاڼي په خبره، د وسله والو طالبانو له لورې په سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ توغول شوي  ، چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شوی چې د امنیتي ځواکونو له لورې سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *