د کابل پولیس په کومو کارونو بوخت دي؟ د رغونې ټول کارونه بند دي

په ټولنیزو پاڼو کې انځورونه او ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې د «نیمه جوړو شویو» ودانیو مخې ته د پولیسو رینجرونه پکې ښودل کیږي او ویل کیږي چې د «حق اخیستنې»په حال کې دي.

ګڼ شمېر خلک ددې پیښو په اړه چې پولیس خپلې اصلې دندې ته د رسیده ګۍ پرځای چې د امنیت تامینول دي،نیمه جوړ شویو ودانیو ته ورځي او د پیسو د اخیستو په مقابل کې یې مالک ته د رغونې د کارونو اجازه ورکوي.

د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې د دوغ اباد سیمې یو اوسیدونکی امید احمد وایي چې د خپل کور د جوړولو پر وخت یې هره ورځ پولیس راغلي او کار یې پرې بند کړی دی.

نوموړي څرګنده کړه:«که چیرې پولیسو ته خپل حق او پیسې ورکوم،په ارامۍ سره ځي او د رغونې د کار اجازه لرم او که چیرې پیسې ورنکړم په هر ډول پلمه کار بندوي.»

د امید احمد پر وینا‍،حوزه په بشپړ ډول په کراتو کراتو د کورنو جوړولو پر وخت ددې عمل ترسره کولو په جریان کې وه او هغوې چې پیسې نه ورکولې په حوزه کې یې واسطه کړي او خپل کار یې ترسره کړی دی.

د کابل ښار یو شمېر نور اوسیدونکي هم ورته ستونزه لري او د پولیسو له لورې د پیسو پر اخیستنې نېوکه لري او ځینې یې وایي چې که چیرته پیسې او د پولیسو برخه ورنکړل شي،جوړ شوي دیوالونه او چت د پولیسو له لخوا نړول کیږي.

مګر رښتیا پولیس ددې کړنې اجازه لري او اصلې دنده یې د ودانیو د جوړولو سره کار لرل دي یا نورې کومې دندې هم لري؟

په دې اړه د کابل پولیس وایي چې اوس مهال په کابل ښار کې د تازه ټاکل شوي کمیسیون له لوري د ودانیو د رغونې ټول کارونه درول شوي او هیڅوک د ودانۍ د جوړولو اجازه نه لري.

د کابل د پولیسو ویاند،فردوس فرامرز د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې د رغونې کارونه د ځینو رامینځته شویو ستونزو له کبله بند شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې پولیس یوازي دنده لري چې د کار مخه ونیسي او د ودانۍ د څښتن د اسنادو د څیړلو وروسته  د کار اجازه ورکول کیږي یا نه.

د نوموړي د خبرو له مخې،د کار لاندې ودانیو قانوني یا غیر قانوني ګڼل د ټاکل شوي کمیسیون له لوري څیړل کیږي.

فرامرز د ودانیو جوړولو په سر د خلکو څخه د پولیسو لخوا د پیسو د اخیستو په تړاو څرګنده کړه«دغه نیوکې باید مستندې وي ترڅو په جدې ډول ورته رسیده ګي وشي.»

د کابل د پولیسو ویاند ټینګار وکړ چې هغه مهال چې د ودانۍ رغولو ته د کار اجازه ورنکړل شي؛د پولیسو د رینجر شتون هلته په دې معنی دی چې حتماً پیسي غواړي په داسې حال کې چې کومې موضوع ته رسیده ګي وشي.

نوموړي روښانه کړه چې ځینې ستونزې شتون لري چې پولیسو له خلکو څخه پیسې اخیستي او یا یې اخلې چې داخلې امنیت د ګڼ شمېر سره په ټکر کې راغلي او یا یې نیولي دي.

د فرامرز د خبرو په بنسټ،« ممکنه ده و اوسي؛مګر زیات کارونه غیر قانوني دي چې پولیس یې د جوړولو اجازه نه ورکوي او د پولیسو د پیسو اخیستلو د اسنادو درلودو په صورت کې د هیڅ ډول زغم څخه کار نه اخیستل کیږي».

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د پولیسو له لورې د ستونزو د رامینځته کېدو په صورت کې دې هغوې ته پیسي نه ورکوي او موضوع د پولیسو د قومندانۍ او یا اړونده حوزو سره په دې شمېرو ۰۷۰۰۵۸۸۰۷۴،۰۲۰۲۳۱۲۳۵۴ او ۰۷۹۱۲۳۰۹۰۱ شریکه کړئ.

مګر خلک وایي چې د پولیسو له خوا د پیسو اخیستو په اړه د شکایت په صورت کې د سختو ستونزو سره مخامخ شوي او په زیاتو برخو کې ګواښل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *