لښکرګاه ته نیږدې سخته نښته، د طالبانو درانده تلفات

سیمه اییزې سرچینې د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار ته نږدې د وسله والو طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د سختې نښتې خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،د هلمند د ولایتي شورا سرچینې وایي چې نن سهار(تلې ۲۱) جګړه د لشکرګاه ښار ته نږدې شوي ده.

دغه سرچینو ویلي دي چې اوس مهال د کندهار څخه هلمند ته غځیدلي لاره تړل شوي ده او امنیتي ځواکونو د لشکرګاه ښار د څلورمې حوزې څخه شاتګ کړی دی.

مګر د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې لشکرګاه او ناوې ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري لیږل شوي دي.

د هلمند په نادعلي،او ناوې ولسوالیو او ددغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په ځینو سیمو کې د درې ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر مینځ نښتې رواني دي.

امنیتي چارواکي وایي چې تازه دمه سرتیري د نښتو په جریان کې د لاسه وتل شویو سیمو د بیرته نیولو لپاره لیږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وایي چې تر اوسه په ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونو هم د مرستندویه ځواکونو په رسیدو سره له ځمکې او هوا له لارې د طالبانو مورچې په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تیره شپه د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملاغفور هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او امنیتي چارواکو د امنیتي ځواکونو د ښو لاسته راوړنو خبر ورکړی وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د پلاوو تر مینځ په دوحه کې د سولې خبرې اترې په یوه ډول سره درول شوي او په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دواړو لوریو د تماس ډلو تر مینځ هیڅ یوه مخامخ ناسته ترسره شوي نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *