ننګرهار کې ترافیکي پیښې اته تنه ټپیان کړي
د ننګرهار چاوراکي وایې ، د جلال اباد ـ تورخم په لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله اته تنه ټپيان شوي .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایې ، د دې ولايت مومندرې ولسوالۍ د ۲۸ مې او ۲۷ مې ويالو ترمنځ سيمه کې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د دوو ټيلرونو او دوو سوزکيو ډوله موټرونو د جنګيدو له امله اته تنه ټپیان شوي، چې ټول لويان او نارينه دي.
د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې يو موټر چلوونکی او کلينر هم ټپيان شوي دي، چې د دوو تنو حالت نازک ښودل شوی او د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.