اطلاعاتو ته د لاس رسیي کمیسیون کمیشنر له یوې چاودنې روغ ووت

د کابل ښار په اتمه حوزه کې په یو لندکروزر موټر باندې د چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې یو تن ټپي شوی او موټر چلوونکي یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،دغه پیښه نن(تلې ۱۳) سهار د ۸:۱۰په شاوخوا کې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په «رحمان مینه»سیمه کې رامنځته شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه پیښه په یوه لندکروزر ډوله موټر کې د چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي ده.

د سرچینې پر وینا،په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې سرچینې ویلي دي چې د چاودنې موخه اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون مشر حمدالله ارباب وو چې نوموړي ته زیان نه دی رسیدلی؛مګر موټر چلوونکي یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار موټر سایکل سپرو وسلوالو د کابل په بګرامیو سیمه کې دوه تنه دولتي کارکوونکي ترور کړي دي.

د جنایي جرمونو او چسپکي ماینونو زیاتیدو د پلازمینې اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *