هرات کې په ترافیکي پیښه کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د هرات ـ کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پیښه کې د فلاینکوچ او مسافر وړونکي بس تر منځ د ټکر په پایله کې یوولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار وختي(تلې په  ۱۰) د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات ـ کندهار پر لویه لار رامنځته شوي ده.

د هرات د والي ویاند،جیلاني فرهاد وایي،  چې په دې پیښه کې یو فلاینکوچ موټر د یوه مسافر وړونکي بس سره ټکر کړی دی.

د نوموړي پر وینا،په دغه ترافیکي پیښه کې درې ښځو او پینځو سړیو او موټر چلوونکي په ګډون د فلاینکوچ موټر یوولس تنه سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې پیښې ټپیان د هرات مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سړک د غاړي د ماینونو د چاودنو ترڅنګ ترافیکي پیښې د هغه مواردو څخه دي چې د هېواد په لویو لارو کې زیات خلک وژني.

چټک تګ،د ترافیکي قوانینو نه رعایت او د ترافیکي نښانو نه شتون د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *