خلیلزاد د سولې د خبرو اترو لپاره کوم نوی پیغام لري؟

ددې هم مهاله چې د افغانستان دولت او طالبانو تر مینځ په قطر کې د سولې خبرې اترې جریان لري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دوحې ته سفر کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو تر مینځ د سولې خبرو اترو د وروستیو دوه اوونیو په جریان کې کومه لاسته راوړنه نه لري.

اوس چې دغه خبرې اترې بې پایلي شوي دي،زلمی خلیلزاد قطر ته تللی دی.

نوموړي په خپل ټويټر کې لیکلي دي چې« افغانان او نړیواله ټولنه په دقت سره ګورې او تمه لري چې مذاکرات د افغانستان د راتلونکي سیاسي نقشې د چمتو والي او دایمي او هر اړخیز اوربند لپاره پرمختګ وکړي.»

خلیلزاد څرګنده کړه چې بیا ځلې دوحې او سیمې ته ځي ترڅو د افغانانو په مشرۍ د سولې په مذاکراتو کې ښکیل اړخونو او د امریکا شریکانو سره د سیمه اییز اتصال د پراختیا،سولې پورې اړوند پرمختګ او سوداګرۍ په اړه لیدنې وکړې.

ګویا چې د سولې د خبرو اترو بې پایلې کېدل او بن بست رامنځته کېدل ددې سفر اصلی لامل وي او امریکا ددغه ستونزو د حل لارې په هڅه کې ده.

امریکا او ددغه هېواد جمهور رییس،ډونالډ ټرامپ په شدت سره د سولې د خبرو اترو څخه د پایلو راوتلو په لټه کې دي ترڅو په ټاکنیزو سیالیو کې یوې نسبتاً مثبتې کارنامې ته ورسیږي او دا سفر کولای شي په قطر کې د مذاکره کوونکو اړخونو لپاره نوی پیغام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *