په هلمند کې په نظامي مرکز ځان وژونکی برید

د هلمند ولایت سیمه اییز چارواکي وایي چې د قندهار ـ لښکرګاه پر لویه لار د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د موټر بم برید په پایله کې د ملکي وګړو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،دغه پیښه بیګا نیمه شپه لښکرګاه ښار ته نږدې د «وزیر مانده»په سیمه کې رامنځته شوي ده .

د هلمند د والي ویاند،عمرځواک ویلي دي چې دغه موټر بم برید کې ملکي وګړو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د نوموړي پر وینا،ددې برید په پایله کې،د پینځه تنو نظامیانو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوه کوچني او درې نظامیانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې په دغه برید کې امنیتي مرکز ته هم زیان اوښتی دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

که څه هم وړاندې د دا ډول بریدونو مسوولیت طالبانو په غاړه اخیست؛مګر په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو هم مهاله مالومه نه ده چې کومه بله ډله به د دا ډول بریدونو د ترسره کېدو وړتیا ولرې؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *