په قطر کې د مرکچي پلاوو د عمومي ناستې ترسره کېدل

ټاکل شوي ده چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر مینځ عمومي ناسته ترسره شي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،تیره ورځ د دواړو لوریو پلویانو پر طرزالعمل او کاري اصولو بحث کړی او نن د (وږي ۲۵) به لمړنۍ عمومي ناسته ترسره کیږي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړو ویلي دي چې د تماس ډلې له ناستې وروسته به د دواړو لوریو تر مینځ عمومي مشترکه ناسته ترسره شي.

په داسې حال کې چې دواړه لوري عمومې ناستې ته چمتوالی نیسي؛مګر د تماس ډلې دواړو اړخونو ترمینځ خبرو اترې کومې لازمې پایلې ته رسیدلي نه دي او یوازې پر کاري اصولو او مهال ویش باندې بحث شوی دی.

د تماس ډلې د دواړو لوریو په لیدنو کې د پام وړ نکته،د سولې په فضا کې د خبرو اترو دوام دی.

بین الافغاني مذاکرات درې ورځې وړاندې په رسمي ډول د مصالحې د عالي شورا د رییس دکتور عبدالله عبدالله  او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون په دوحه  کې په رسمي ډول پیل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *