په هلمند کې د امریکایي ځواکونو پر اډې د طالبانو برید
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/08/بسشن-1024x576.jpg)
نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی چې طالبانو د سږ کال په جولای میاشت کې په هلمند ولایت کې د امریکایي ځواکونو اړوند په «بسشن» اډه برید ترسره کړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه برید په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته ترسره شوی دی.
که څه هم دغه برید لا تر اوسه راپور شوی نه وو؛مګر نیویارک ټایمز ورځپاڼي د درې امریکایي چارواکو څخه په نقل راپور ورکړی دی چې طالبانو د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغان او امریکایي ځواکونو پر ګډه اډه د څو راکټونو برید کړی دی.
په دغه راپور کې د برید تلفات او زیانونه ذکر شوي نه دي.
دا په دوحه کې د سولې د هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو لمړنی برید دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.
د دوحې د سولې د هوکړه لیک پر بنسټ چې د تیر کال په وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر مینځ لاسلیک شوی،دغه ډلې هوکړه کړې وه چې پر امریکایي ځواکونو به برید نه ترسره کوي.