پروان کې د مرګوني سیلاب د تلفاتو زیاتیدل
د پروان سیمه ایز چارواکي د چاریکار ښار په ځینو برخو کې د مرګوني سیلاب د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،په دوه وروستیو ورځو کې د چاریکار ښار نهمه،یوولسمه او دریمه ناحیه د مرګونو سیلابونو شاهدې وي.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار خاور میانه ته وویل چې تر نن سهار(وږی ۶) پورې په دغه سیلاب کې د مړو شویو کسانو شمېر ۸۶ تنو ته رسیدلی دی.
د نوموړي پر وینا،۱۱۰ تنه د کنډوالو څخه راویستل شوي او د کابل او پروان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
میرمن شهکار څرګنده کړه چې د دولتي او خصوصي نهادونو له لورې د هغه جسدونو لټون جریان لري چې لا تر اوسه نادرکه دي.
د پروان د والي ویاندې د تلفاتو د احتمال د زیاتیدو خبر هم ورکړی دی.
همدغه راز ددغه سیمې اوسیدونکو ته زیات مالي تلفات هم اوښتي دي.