د کابل په چاودنه کې یو پولیس خپل ژوند له لاسه  ورکړ

د کابل ښار په پینځمه حوزه کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن (وږي ۴) د غرمې مخکې د ۱۰:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د پینځمې حوزې په هراتي سرای سیمه کې رامنځته شوي ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز،وایي چې دغه پیښه د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،په دغه چاودنه کې یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فرامرز ددې چاودنې موخه مشخص کړي نه ده.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې هم په یوه وسله وال برید کې د هېواد د سینما او تئاتر لوبغاړې د یوه ډریور او ساتونکي سره یو ځای ټپي شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *