ننګرهار کې د زیاتو اورښتونو له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت روداتو ولسوالۍ کې د دیوال پریوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د رسنیو دفتر وایې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په حصارک سیمه کې د اورښتونو له امله نن سهار وخته د «دفتر خان» په نوم د یو کس د کور دیوال پرېوتو پېښه کې یوه پنځوس کلنه میرمن او یو دوه ویشت کلن ځوان وژل شوي،د کور خاوند دفترخان او درې لورګانې يې چې عمرونه يې ۲۴،۱۸ او ۱۶ دي ټپيان شوي دي .
سرچینه زیاتوي، د یادې پېښې د ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.