د کابل په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول
د کابل ښار په ارزان قیمت سیمه کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه نن سهار(زمري ۲۶) د کابل ښار د دولسمې حوزې په ارزان قیمت سیمه کې رامنځته شوي ده.
عیني شاهدان وایي چې په دغه چاودنه کې د ملې اردو یو موټر هدف ګرځول شوی دی.
د شاهدانو پر وینا،په دې پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د کابل پولیسو هم په دغه پیښه کې یوازي د دوه تنو ټپي کېدل تایید کړي او د هغوې د هویت په اړه یې مالومات وړاندې کړي نه دي.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.