خلیلزاد د لویې جرګې د پریکړې هرکلی وکړ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې د لویې مشورتي جرګې د پریکړې او د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د جمهور رییس غني د فرمان لاسلیک کولو هرکلی وکړ او دغه اقدام یې د سولې لپاره تاریخي فرصت وباله.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،زلمي خلیلزاد نن سهار وختي(زمري ۲۰) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دغه زړه ورو اقداماتو له ۴۰ کاله جګړو وروسته د سولې لپاره یوه تاریخي موقع رامنځته کړي ده.
نوموړي څرګنده کړه چې دغه رامنځته شوي موقع د افغانستان د ټولو خلکو،سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت لپاره ګټوره ده.
د خلیلزاد پر وینا، تمه کیږي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د بندیانو د خوشي کېدو سلسله بشپړه او مذاکره کوونکي ټیمونه به د مذاکراتو د پیل کېدو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته ولیږل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دې باور دی چې دواړه لوري باید د افغانستان د جګړې د پاې ته رسیدو لپاره د سیاسې نقشې،دایمي او جامع اوربند د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو بهېر پیل کړي.
نوموړی د افغانستان څخه د امریکا د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي او وایي چې د تیرو ۱۹ کالو په څیر امریکا اوس هم د افغانستان د ښځو او سړیو لپاره د تلپاتي سولې د راتګ ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې،تیره ورځ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لپاره د سولې لویه مشورتي جرګه د درې ورځو تیریدو وروسته پاې ته ورسیده.
د لوې جرګې ګډونوالو د بندیانو د خوشي کېدو او اوربند تامینیدو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.