د نورستان والي پر موټر وسله وال برید

چارواکي وایې، په دې برید کې درې تنه ټپيان دي او والي ته زیان نه دی رسیدلی.

د نورستان د والي ویاند محمد سعیدمومند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  دنورستان پر والي عبدالغفور ملکزي بريد تیر ماښام هغه مهال وشو، چې نوموړی له نورستانه کونړ ته په لار و او د چپې درې ولسوالۍ اړوند د کوسلک کلي ته نژدې پرې د سرک له دواړو لورو بريد شوی، چې دري کسه پکې ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي  په ټپیانو کې يوتن‌ د ملي امنيت سرباز یو  د ځانګړې قطعې ساتنمن او دريم هم د نورستان د ولايتي شورا‌ د ريس موټر چلونکی شامل دي.

د یادونې ووړ ده ، چې له دې وړاندې هم د نورستان ولایت د وخت د والي پر موټر وسله وال برید ترسره شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *