جلال اباد ښار زېبا هوټل ته څېرمه چاودنه شوې

چارواکي وایې په چاودنه کې یو پولیس ټپی شوی دی.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، نن شپه شاوخوا ۹ بجې جلال اباد ښار اومې ناحیې اړوند زېبا هوټل ته څېرمه د ناصري مارکېټ سره په ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین هغه مهال چاودنه کړې، چې د سیمې څخه د پولیسو یو رینجر موټر د تېرېدو په حال کې و.

نوموړی زیاتوي په دې چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.

تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *