ننګرهار کې ۳۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت د  ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې د داعشیانو پر یو پټنځای عملیات کړي،  چې د ځانمرګو واسکټونو په ګډون یې ترې ګڼ شمېر مهمات تر لاسه کړي،همدا راز یې په هڅو ۲۲ وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو ځای شوي او اته داعشیان تسلیم شوي، چې دواړو ډلو  یې نن خپلې وسلې هم وسپارلې .

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په همدې اړه په یو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، د ملي امنیت د مسولینو په هلو ځلو ۳۰ وسله وال، چې له ډلې یې ۲۲ طالبان او ۸ یې د داعش غړي دي د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

هغه وایي، یادو وسله وال له دې وړاندې  د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول، چې له جګړې یې  لاس واخیسته او د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

والي زیاته کړه ،د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد اوومې ناحیې د غوچکو په سیمه کې د داعشیانو پر یو پټنځای عملیات ترسره کړل، چې ترې یې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه واسکټونه،۶۱ په لاس جوړ شوي،چسپکي او د وسایطو ضد ماینونه، شل کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې،۱۳۳ مبایلونه،د مبایلو بټرۍ،چارجرې او سیمکارتونه، شل ریموټ کنټرول او کنډکسرې،۱۶ دانې د انتحاري واسکټونو صدفونه،۵ کیلو ګرامه مقناطیس،هندې ریکشا،بېرغ او نور توکې هم  تر لاسه شوي.

داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *