ننګرهار کې ۷ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایتي مسولین وایې، د دې ولایت بټي کوټ  ولسوالۍ کې د ولسي پاڅوون کوونکو په پوستو بریدګرو ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو سرګروپ یې ژوندی نیول شوی.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ  «باریکاب» سیمه کې لسګونو وسله والو طالبانو د ولسي پاڅوون کوونکو پر پوستو ډله ییز برید ترسره کړی، چې د پاڅوون کوونکو په ځوابیه برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دی وایې ،همدا راز یو سرګروپ یې هم  ژوندی نیول شوی.

د خوږیاڼي په خبره، په دې پېښه کې یو پاڅوون کوونکی هم ټپي شوی، چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی .

طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *