ننګرهار کې د یوې تخریبي او تروریستي پیښې مخنیوی شوی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې تیره شپه د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې له چاویدونکو توکو ډک موټر موخې ته تر رسیدو وړاندې چاودنه کړې

د ننګرهار ولایت  ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو عراده سوزکۍ موټر، چې د تخریبي اعمالو په موخه په کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو،په سیمه کې د دولسم په نوم د یو کس د توکو په بټۍ کې یې چاودنه کړې .

نوموړی زیاتوي، په دې چاودنه کې د یاد موتر چلوونکی «جان محمد » چې د مالوماتو له مخې د داعش ډلې پورې تړاو لري، وژل شوی دی او موټر یې به بشپړ ډول تخریب شوی دی.

په دې پېښه کې بل چا ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *