لغمان کې چاودنې څلور تنه امنیتي سرتیري ټپیان کړي
چاودنه نن سهار د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې سره نږدې شوې ده.
د لغمان د ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غبرګولي په (۳۰) نیټه سهار شاوخوا اته بجې د الیشنګ ولسوالۍ «کړپۍ »په سیمه کې د ملي اردو پوستې ته څېرمه چادونه شوې.
دی وایې، د امنیتي او کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې په دې پیښه کې څلور امنیتي سرتيري ټپیان شوي دي.
د ولایت ویاند زیاتوي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د دې پیښې مسولیت تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.