لغمان کې یو کس خپله یوه میرمن او خور وژلې او بله میرمنه یې ټپي کړې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/06/D3D254CF-FCD5-499E-AAA3-EF7E468AA88E_cx15_cy9_cw84_w1200_r1.jpg)
د لغمان چارواکي وایې، نن د غبرګولي په (۲۵) نیټه ماښام شاوخوا ۷ بجې یوکس په خپلو دوه میرمنو او یوې خور ډزې کړي دي، چې یوه میرمن او خور یې وژل شوي او بله میرمن یې ټپي شوې.
د لغمان د ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دلغمان مرکز مهترلام اړوند بابا صيب کمپ کې د « خوشبين » په نامه يوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله په خپلو دوو ميرمنو او خور يې ډزې کړي، چې په دې پېښه کې د «خوشبين» نامي يوه مېرمن او خور يې وژل شوي او يوه مېرمن يې ټپي شوي.
دولتزی زیاتوي ټپي ميرمن روغتون ته انتقال شوې او تر درملنې لاندې ده.
د نوموړي په خبره قاتل خوشبين، چې اصلا د بديع الاباد اوسيدونکى دى د پوليسو له لورې نيول شوى.