په بغلان کې د ۱۴ تنو امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو سره په نښته کې ۱۴ تنه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس سرچینې وایي چې تیره شپه د پلخمري ښار د «سرخ کوتل» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو په نښته کې د سیمه ایزو پولیسو د قومندان «جمعه خان مبارز»په ګډون ۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې پر وینا، دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوي ده چې طالبانو د ښاري ګارنیزون پر پوسته برید ترسره کړ.

په همدغه حال کې، مدني فعال او قربانیانو ته نږدې شخص حبیب الله منصوري وایي چې قومندان مبارز له خپلو دوه ساتونکو سره یوځای د ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي پر وینا، د سیمه ایزو پولیسو دا قومندان هغه مهال د ځای پرځای شوي ماین قرباني شو چې د ښاري ګارنیزون ځواکونو د مرستې لپاره یې حرکت کاوه.

ویل کیږي چې ۴ تنه نور وژل شوي ځواکونه د ښاري ګارنیزون سرتیري دي.

د سیمه ایزو پولیسو قومندان جمعه خان مبارز په کراتو کراتو د طالبانو د بریدونو او کمینونو څخه ژوندی وتی وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *