د بدخشان دوه اوسیدونکي په ډزو ووژل شول

د بدخشان پولیس وایي چې وسله والو طالبانو ددې ولایت دوه اوسیدونکي د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې په ډزو وژلي او یو بل تن یې له ځان سره وړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بدخشان د پولیسو ویاند ثناء الله روحاني وایي  دغه دوه تنه  په خان اباد ولسوالۍ کې هغه مهال د طالبانو له لورې له موټره ښکته شوي چې د کابل پر لوري روان وو.

نوموړي څرګنده کړه چې دغه کسان په یو «۴۰۴» ډوله مسافر وړونکي موټر کې سپاره وو چې د طالبانو په «چیک پواینټ»کې له موټره ښکته شوي او وژل شوي دي.

روحاني زیاته کړه چې یو بل تن طالبانو له ځان سره وړی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *