د طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه د امنیتي ځواکونو لاس ته ولویده

د ملې امنیت د ځانګړیو قطعاتو ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان د وسلو او مهماتو ډیپو کشف کړې ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ملې امنیت ریاست د نن ورځې (غبرګولي۲۱)  خبرپاڼې څخه په اخیستنه ،دا عملیات د طالبانو د یوه وژل شوي قومندان عبدالفتاح چې پر«پتنګ» مشهور وو د مهماتو او وسلو پر یوه ډیپو ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې عملیاتو کې یوه بې پیلوټه الوتکه او د ۸۲ ملیمتري توپ د یوې پاې په ګډون یوه اندازه سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د ملې امنیت ریاست وایي، چې د غلام محمد د حاجي محمد حسن زوژ او روزي خان د عبدالفتاح د زوې په نومونو دوه کسان نیول شوي، چې ددې ډیپو د ساتنې مسوولیت یې درلود.

په خبرپاڼه کې د قومندان «پتنګ» د وژل کیدو د وخت او مړینې څرنګوالي ته اشاره نه ده شوي.

بې پیلوټه الوتکې ته د طالبانو لاس رسې ددې ډلې پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مقابله له ستونزو سره مخ کوي او ددې الوتکی په کشفیدو سره په ننګرهار کې دې ډلې ته سخته ضربه اړول شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *