د کرونا ویروس اوج ته رسیدو سره د طبي تجهیزاتو کمښت

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د اوج ته رسیدو په ورځو کې د ځیني روغتیایي وسایلو د کمښت خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په هېواد کې د کرونا  پر ویروس د اخته کسانو شمېر نن ( غبرګولي ۲۰) ۲۱ زره او ۴۵۹ تنو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د طبي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال، وحید مجروح په یوه خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې په تیره یوه شپه او ورځ کې ،۱۲۲۵ نمونې کتل شوي وي چې تر مینځه یې ۵۴۲ نمونې مثبتې دي.

د نوموړي پر وینا،ددې شمېرو په ثبتیدو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۱ زره او ۴۵۹ تنو ته زیاتوالی موندلی دی.

له بله پلوه مجروح د کرونا ویروس د اوج ته رسیدو په ورځو کې د روغتیایي وسایلو د کموالي څخه شکایت کوي او ووایي چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص لپاره لازم وسایل په لاس کې نه لري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي چې د هېواد د لابراتورونو ۸۱۷ تنه کارکوونکي پر کرونا اخته شوي چې هرات د ۲۵۸ پیښو سره زیات اخته کسان لري.

مجروح پر کرونا د روغتیایي کارکوونکو اخته کېدل په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره تاثیر اچوونکي وبلل.

په همدغه حال کې د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوس مهال کرونا په سخترین حالت کې قرار لري او هېوادوال ګواښي.

ددې وزارت د مالوماتو پر بنسټ،د تیرې یوې شپې او ورځې په جریان کې په کابل،بلخ،پکتیا او غزني ولایتونو کې پر کرونا اخته ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۸۰ تنه نور روغ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *