د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په ولسوال ځانمرګی برید

دننګرهار ولایتي چارواکي وایې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ولسوال ځانمرګی برید شوی ، چې په پایله کې یې ولسوال ټپي شوی.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  نن د غبرګولي په (۱) نیټه ماسپښین مهال د چپرهار ولسوالۍ په ولسوال په داسې حال کې ځانمرګی برید شوی، چې نوموړی له ولسوالۍ څخه د جلال اباد ښار په لورې  روان ؤ.

نوموړی زیاته وي پیښه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې له ګودامنو سره رامنځ ته شوې، چې په کې د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمدصدیق دولتزی او دهغه یو زوی ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي  په خبره ټپیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوي.

د دې پیښې مسولیت تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *