په ننګرهار کې د ځمکني توت په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی

د ننګرهار هغه ډله بزګران سږ کال خپلو کرنیزو کرنیزو حاصلاتو ته خوښ دي، چې په خپلو ځمکو یې ځمکني توت کرلي دي.

دغه بزګران وایې ، سږکال د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کلونو  په پرتله څو برابره زیات شوي دي؛ خو غوښتنه کوي، چې حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړه کړي.

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ  یو تن بزګر  غلام محمد  چې له ډیر وخته په خپله ځمکه ځمکني توت کري خاورمیانه خبري اژانس ته وویل :  ( زه د څو کلونو راهیسې ځمکني توت کرمه، ښه زمينه ورته براره ده او ښه مارکيټ هم لري)

بزګران همدا راز له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي.

د  ننګرهار ولايت د کرنې مسولین وایې ، په دې ولایت  کې د ځمکني توت حاصل او تقاضا زياته شوې او په راتلونکو فصلونو کې به دغه کښت ته وده ورکړل شي، چې حاصل به يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپي خاورمیانه خبري اژانس ته وويل : ځمکني توت د مهمو میوه جاتو څخه دی ، چې  په دې ورستیو کلوونو کې په دې ولایت کې  د کرنې ادارې له لورې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله لري.

( اوس مهال په ټول ننګرهار کې له پنځوس زره جریبه څخه زیات نمایشي قطعات له بزګرانو سره په ازمایښتي ډول ځمنکني توت کرل شوي دي ، چې په اوسط ډول له یو جریب څخه دیرش منه حاصل ترلاسه کیږي) .

د کرنې د ریس پروینا په راتلوونکي کلونو کې به د نمایشي کرنې په ځای تجارتي کرنه پیل شي،  چې له دې سره به بزګرانو ته لوړ عاید ترلاسه شي .

نوموړی زیاتوي ، چې د ننګرهار اقليم ځمکنيو توتانو لپاره ښه مساعده ده؛ له همدې امله يې بزګران له حاصل او مارکیټ څخه خوښ دي.

د ویلو وړ ده ، چې په دې ولايت کې اوسمهال شپاړلس جريبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي، که ورته نوره هم پاملرنه زیاته شي دا ولايت به د ځمکني توتانو صادرونکي په توګه موقف غوره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *