لغمان کې چاودنې دوه تنه پولیس وژلي

د لغمان ولایتي چارواکي وایې  دغه چاودنه نن مازیګر مهال د دې ولایت مرکز اړوند حکیم اباد سیمه کې رامنځ ته شوې.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غویي په (۲۴) نیټه مازیګر ۴:۳۰ بجې د مرکز اړوند « حکیم اباد» سیمه کې د نظم عامې پر پولیسو ځای پرځای شو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د نظم عامې دوه پولیس وژل شوي دي.

دولتزی زیاتوي له لوموړۍ چاودنې ورورسته دوهمه چاودنه هم رامنځ ته شوې، چې هغه زیان نه لري.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *