د ننګرهار په عمومي محبس کې شپږ تنه بندیان په کرونا ویروس اخته شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې، د دې ولایت په محبس کې یې د کرونا ویرویس د اوو شکمنو پېښو څخه یې شپږ مثبتې شوي او  ورته د بشپړ چمتوالي خبره کوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د دې ولایت په محبس کې یې د کرونا ویروس د اوو شکمنو پېښو څخه یې ۶ مثبت شوي او له همدې امله یې د عامې روغتیا،محبس او نورو اړونده مسؤلینو ته د جدي تدابیرو د نیولو لارښوونه کړې.

نوموړي د غويي په ۲۱مه ولایت مقام کې د یادو مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل، په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو لپاره یې په محبس کې د تجرید ځآنګړې څآنګه پرانیستې،د اخته شویو کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی او ۱۲ نور شکمن کسان یې په جلا ځآی کې تر څارنې او مراقبت لاندې نیولي دي .

هغه وایي،د جمهور رئیس د فرمان له مخې د بندیانو د خوشي کېدو کمیسیون ته یې هم لارښوونه کړې ، چې خپلې چارې په شفاف ډول په بیړني ډول ترسره کړي،ترڅو هغه کسان چې د روغتیایي وضعیت له مخې د اندېښنې وړ دي، د یاد فرمان څخه برخمن شي .

د ننګرهار والي په وینا اوس مهال يې د محبس ټولو برخو کې دوا شیندلې او مسؤلینو له لورې یې جدي پاملرنه پیل شوې ده .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *