لغمان کې وسله والې نښتې ۱۱ امنیتي سرتیرو او ۲۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولایتي چارواکي وایې، د دې ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته  کې  ۲۳  وسله والو طالبانو او ۱۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان د ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په  « قلعه کوچیانو » سیمه کې  وسله والو طالبانو غوښتل ، چې د امنیتي ځواکونو په امتیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له لورې د ځوابیه بریدونو پرمهال نښته رامنځ ته شوې، چې په پایله کې د وسله والو طالبانو ۶ قومندانان وژل شوي او ۱۷ تنه نور  یې ټپیان شوي.

دولتزی زیاتوي په دغه نښته کې ۶ امنیتي سرتیري  هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د والي د ویاند په خبره ټپیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *