په افغانستان کې کرونا؛ پرې د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته ورسیېد
پر کرونا ویروس( کوویډ ۱۹) د اخته تازه ۴۹ پیښو په ثبتیدو سره،په هېواد کې د اخته شویو کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته زیاتوالی موندلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ۴۹ تازه مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تازه اخته شویو کسانو له ډلې،۱۸تنه په کابل،۱۵ په کندهار،شپږ په بلخ،څلور په غزني او دوه تنه په ننګرهار کې پیژندل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې ددې شمېرو په ثبتیدو سره تر نن سهار(وري ۲۶) پورې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس ټولنیز پراخوالي په اړه په جدي خبرداري سره له خلکو غوښتي دي ترڅو قرنطین او روغتیایي مشوري جدې ونیسي.