کرونا په افغانستان کې؛پرې د اخته کسانو شمېر تر ۹۰۰ تنو څخه واوښت

د عامې روغتیا وزارت وایي چې پر کرونا ویروس(کوویډ ۱۹) د اخته کسانو د نویو پیښو په ثبتیدو سره په هېواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۰۰ تنو اوښتی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د روغتیایي برخې د راپور له مخې،د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۲۷ تازه پیښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن( وري ۳۰) په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې له تازه پیژندل شويو کسانو له ډلې،۱۲ کسان په کابل،اووه کسان په پکتیا،څلور په لوګر،دوه په هرات او یو ،یو کس په بامیان او دایکندي کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې پر کرونا ویروس اخته ۱۳ تنه روغ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي.

د فیروز د مالوماتو له مخې پر کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تازه پیښو په ثبتیدو سره په هېواد کې پر کرونا ویروس ( کوویډ۱۹) د اخته کسانو شمېر ۹۳۳ تنو ته پورته شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *