د هرات د انجیل ولسوالۍ د ابتدایي محکمې رییس ووژل شو
ناپیژانده وسلوالو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ابتدایي محکمې رییس خپل کور ته څیرمه وژلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،قاضي عبدالرحمن عظیمي وړمه شپه د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته په شیدایي سیمه کې په ډزو سره هدف شو.
د هرات پولیس وایي چې ناپیژانده موټر سایکل سپرو وسلوالو خپل کور ته نږدې په قاضي عظیمي ډزې کړي ،نوموړی یې وژلی او تښتیدلي دي.
د سرچینې په خبره،په دې اړه څیړنې پیل شوي؛ مګر تر اوسه د نوموړي د وژنې لامل مالوم شوی نه دی.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.