د پاکستان په کویټه کې مرګونی ځان وژونکی برید

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کې په یو مرګونې ځان وژونکي برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې تیر ماښام یو ځان وژونکي بریدګر خپل ځان پورې تړليو چاودیدونکو توکو ته د کویټي ښار په مرکز کې د «پریس کلب» مذهبي سیمه کې چاودنه ورکړي ده.

د کویټې پولیسو هم دغه پیښه تایید کړي چې موخه یې مذهبي مراسم وو.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې ملکي وګړي او پولیس شامل دي.

لا تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *