د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان ډېر ژر …

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې د ځانګړي تفتیش بهیر د ختمیدو په اعلان سره وایي چې ډېر ژر به د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نن ورځې(سلواغې ۲۸) په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنیزو ټکټونو د ناظرینو په شتون کې د ځانګړي تفتیش مرحله پاې ته رسیدلي ده.

د خبرپاڼې څخه په نقل،په بدخشان،تخار،سرپل،فاریاب،غزني،ننګرهار،هلمند،کندهار او کابل ولایتونو کې نوې بیا شميرنه او په غزني ،هلمند،او سرپل ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د پریکړو تطبیق او نوي بیا شمېرنه ترسره شوي ده.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې د نوې بیاشمېرنې ،ځانګړي تفتیش،او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونو د پریکړو د تطبیق پر پاې ته رسیدو سره ټاکل شوي ده چې د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو پایلې اعلان شي.

د ټاکنو د کمیسیون له لورې د رایو بیا شمېرنه او د یوې برخې رایو څیړنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې اعلان وکړ چې دا بهیر ورته د منلو وړ نه دی.

مګر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییسه ،حوا علم نورستانۍ ددې موضوع په غبرګون کې وایي چې د ټاکنو کمیسیون یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې عملې کوي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *