جمهور رییس مونیخ ته ولاړ
د هېواد جمهور رییس په «مونیخ»۵۶ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه دولتي لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ المان ته ولاړ.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار(سلواغې ۲۴مه) د مونیخ په مقصد کابل پریښود.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رییس غني به د مونیخ ۵۶م امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ګډونوالو هېوادونو د چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې او امنیتي موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د جمهور ریییس په ګډون دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د تیرو ورځو په لړ کې د طالبانو سره د سولې د موافقې سره په مشروط ډول موافقت کړی دی.
همدغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د استازو سره له خبرو اترو وروسته بروکسل ته تللی ترڅو ددې خبرو اترو جزییات د ناټو له چارواکو سره شریک کړي.