د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې واورې ښویدنې د شپږ تنو ژوند واخیست

د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د برفکوچ د ښویدو په پایله کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ځوانه ښځه ټپي شوي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه تیر ماښام د میرامور ولسوالۍ د «حصار» په سیمه کې رامنځته شوي ده.

د دایکندي د طبیعي پیښو سره د مبارزې رییس وایي چې د سیمې د خلکو له لوري د برفکوچ څخه شپږ تنه راویستل شوي او د دغه کورنۍ ناوې ټپي شوي ده.

د نوموړي پر وینا، د دې ځوانې ښځې روغتیایي وضعیت هیله بخښوونکی نه دی.

سروري څرګنده کړه چې په مړو شویو کسانو کې دوه سړي، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *