ننګرهار کې هوایې برید ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې په یوه هوایې برید کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن جمعه د سلواغۍ په ( ۲۵) نیټه مازیګر ۴ بجې دننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ ککړ سیمه کې هوایې برید شوی، چې په پایله کې یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړی زیاتوي، د یاد برید موخه او دا چې مرګ ژوبله چا ته اوښتې وروسته به معلومه شي.
بل خوا د سیمې اوسیدونکي وایې، چې یاد هوایې بر د ملکي وګړو په موټر شوی دی.
جزیات …