په افغانستان کې د فاسد چارواکو په وړاندې پر مبارزې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جدې ټینګار
د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره وایي چې قانون باید پر ټولو پلی او پر فساد د ککړو چارواکو سره جدې چلند وشي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت د وروستیو ورځو په جریان کې اعلان وکړ چې ددې وزارت یو شمېر لوړ پوړي چارواکې د مخدره توکو د قاچاقو پر جرم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې «د کابل د پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر احمد احمدي،د کابل ښار د پینځمې حوزې د مخدره توکو سره د مبارزې د کشف امر،د کابل د پولیسو د قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د عملیاتي ډلې قومندان،د کابل د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او کیمیاوي توکو د کنټرول پولیسو مدیریت مرستیال او د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې پولیسو د څیړنې او څار مدیریت امر د قاچاقو او مخدره توکو د ویش په جرم نیول شوي دي. »
د دې اقداماتو په غبرګون کې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله«الیس ویلز» وایي چې په قاچاقو او مخدره توکو په ویش کې د افغانستان د پولیس افسرانو لاس وهنه او ښکیلتیا ناهیلي کوونکي ده.
نوموړي په خپل ټویټر لیکلي دي چې د مخدره توکو قاچاق او سوداګري په افغانستان کې بې ثباتي پیاوړي کوي او ښه حکومت والې او اقتصادي پرمختګ کمزوری کوي.
میرمن ویلز د افغانستان له چارواکو غوښتي دي چې د فاسد چارواکو پر وړاندې د قانون د پلې کولو لپاره د جدې او عملې اقداماتو څخه کار واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه ویلي دي چې په افغانستان کې د مخدره توکو کښت کموالی موندلی؛ مګر د تریاکو د تولید کچې زیاتوالی موندلی دی.