د «امیر تیمور» په اړه پر ورستیو خبرو باندې د جمهور رییس خواشیني ښودل

د هېواد جمهور رییس د امیر تیمور کورګاني په اړه د ورستیو څرګندونو وروسته د ترک تبارانو د غبرګون په اړه خواشیني ښودلي او ویلي یې دي چې دغه څرګندونې «غیر قصدي» وي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،محمد اشرف غني اوونۍ وړاندې په یوه تاریخي ناسته کې د امیرتیمور نوم د «تیمور لنګ» په توګه یاد کړ چې دغه اقدام د هېواد د ترک تبارو له جدې غبرګون سره مخ شو.

مګر اوس د جمهور ریاست ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې محمد اشرف غني د افغانستان د جمهور رییس په توګه په افغانستان کې د مختلفو هستوګنو قومونو او اقشارو کلتور ،تاریخ،هویت او ارزښتونو ته په درنه سترګه ګورې،او د قومي،تاریخي اوکلتوري هویتونو د موندلو لپاره یې زیات هلې ځلې ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل،جمهور رییس د محصلینو سره د تاریخ،کلتور او ملې هویت په اړه یوه غونډه کې د لویو مساییلو ترڅنګ د امیر علي شیر نوایي په اړه وویل:«په ازبیکستان یا مرکزي اسیا کې کوم ازبکي ژبې ویونکی نشته چې په امیر علي شیر نوایي ونه ویاړي؛مګر تاسي هیر کړی دی.مګر دا ملې چلند ستاسې په ادبیاتو کې شته؟ د ازبیکي ادبیاتو لویو شخصیتونو په هرات کې وده کړي ده،عدالت زمونږ د ملې ادبیاتو له مهمو بحثونو څخه دی.»

خبرپاڼې راوړي دي؛دا چې په یاد پروګرام کې  په غیر قصدي ډول امیر تیمور کورګاني په یوه نامشهور لقب یاد  شوی چې ددغه مشهور سیاست مدار د لارویانو او ملاتړو د احساساتو د راپارولو لامل ګرځیدلی، پر ولسمشر يې  اغیزه کړي ده.

جمهور رییس هیله ښودلي چې سیاسیون دې د حل کوونکو او پاروونکو پیغامونو په خپرولو سره د خپلو وړو سیاسي او ټاکنیزو موخو لپاره د خلکو له احساساتو ګټه نه اخلې.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال جنرال دوستم مطبوعاتي دفتر ویلي وو چې جمهور رییس د امیر تیمور په اړه څرګندونو کې ترک تبارو ته سپکاوی کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *